د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صدراعظم دفتر اعلان وکړ چی د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی او د طالبانو له لومړي وزیر محمد حسن اخند او د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. په دې کتنه کې سعیدوف وویل چې د ازبکستان ولسمشر تل د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ښو او ورورګلویزو اړیکو ټینګار کوي او په دې باور دی چې افغانستان باید یوازې پرې نه ږدي. هغه زیاته کړه، ازبکستان غواړي د سمنټو د فابریکې په جوړولو، د ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7981
۸ میاشتی پیش
شماره خبر 7981
منتشر شده در ۱۳:۴۵ - حوت ۲۳, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email