د معمار پرس د خبر له مخې؛ ازبک رسنیو راپور ورکړی چې د “اروپایي ټولنې-منځنۍ اسیا” سرمشریزه به د ازبکستان لخوا کوربه توب شي. د دې غونډې اصلي موضوعات د اقتصاد، ترانسپورت او امنیت په برخو کې همکاري اعلان شوې ده. ازبک ورځپاڼو راپور ورکړی چې د نړیوالو پرمختګونو، د روسیې او اوکراین جګړې او د افغانستان وضعیت ته په کتو سره د اروپایي اتحادیې او مرکزي آسیا ترمنځ اړیکې په زیاتیدونکې توګه ستراتیژیکې شوې دي. تر دې مخکې، د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړو استازو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې یوه غونډه وکړه او د افغانستان د وضعیت، بشري حقونو او امنیتي ګواښونو په اړه یې بحث وکړ.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=120847
۳ اونۍ پیش
شماره خبر 120847
منتشر شده در 3:30 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email