ازبکستان ته د پوتین سفر

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کرملین ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په وینا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په کتنه کې د سیمې د وروستیو پرمختګونو د ارزونې لپاره ازبکستان ته په دوه ورځني سفر تللی دی. د کرملین په وینا، پوتین او میرضیایف باید د دوه اړخیزو اړیکو، ستراتیژیکو همکاریو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره د اوسنیو شرایطو او امکاناتو په اړه خبرې وکړي. د کرملین په خبرپاڼه کې ویل شوي: د دې دوه ورځني سفر په ترڅ کې به د روسیې او ازبکستان ولسمشران د سیمې د اوسنیو ستونزو په اړه د نظر تبادله وکړي. د دغه سفر کره نېټه نه ده ټاکل شوې.

بیشتر بخوانید:  ځوانانو او د هویت کړکېچ؛ موږ څنګه دا کړکېچ پیژنو او ورسره څنګه چلند وکړو؟
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x