ازبکستان او قزاقستان د افغانستان ترانسپورټي پټلۍ پر پراختیا هوکړه وکړه

ازبکستان او قزاقستان د افغانستان ترانسپورټي پټلۍ پر پراختیا هوکړه وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې، د قزاقستان ولسمشر له خپل ازبک سیال سره د افغانستان د افغان-ټرانس اورګاډي د پروژې د پراختیا لپاره د ګډ شرکت پر جوړولو خبرې کړې دي. د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف له خپل ازبک سیال شوکت میرضیایف سره وکتل او د افغانستان د ترانسپورت د اورګاډي د پروژې د پراختیا لپاره د یوه ګډ شرکت د جوړولو په اړه یې خبرې وکړې. په دې کتنه کې دواړو لورو د دغه شرکت پر جوړولو موافقه وکړه. تمه ده چې دا پټلۍ به د ترمز ښار د مزار شریف، پلخمري، کابل او جلال اباد له لارې له پېښور ښار سره ونښلوي. د افغانستان – ټرانس پټلۍ د منځنۍ اسیا هېوادونه له جنوبي اسیا سره نښلوي.

بیشتر بخوانید:  اوچا: په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۸.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x