د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ ازبکستان او افغانستان د ۲۰۲۶ کال لپاره د بریښنا د تأمین نوی قرارداد لاسلیک کړی دی. دغه قرارداد د پرونۍ لیدنې وروسته د ازبکستان د انرژۍ وزیر جُرابیک میرزا محمودوف او د افغانستان د برشنا شرکت د رئیس عبدالباري عمر په مشرۍ د پلاوي ترمنځ په تاشکند ښار کې نهایی او تکمیل سو.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د بریښنا د انتقال پروژو وضعیت وڅېړلو او د دې پروژو د پلي کولو د بهیر د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ. دواړه لوریو همدارنګه د ازبکستان د ولسمشر هغو نوښتونو ته اشاره وکړه چې د افغانستان د پرمختګ ملاتړ کوي او دا یې د اقتصادي او انرژۍ همکاریو د پیاوړتیا مؤثر ګام وباله.
د دې نوي قرارداد له مخې، د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې د افغانستان د بریښنا تأمین به په لا ثبات سره دوام ومومي او د انرژۍ په برخه کې دوه اړخیزې همکاری به پراخې سي. دواړو لوریو همدارنګه د لویو انرژۍ پروژو د پرمختګ وضعیت، چې په هغه کې د لوړ ولتاژ د بریښنا د انتقال لیکو او سبسټېشنونو جوړول شامل دي، وڅېړلو او د یادو پروژو د بشپړیدو د سرعت پر اړتیا یې ټینګار وکړ.




