اروپایي اتحادیه په افغانستان کې د ښځو د طب او روغتیايي زده کړو ملاتړ کوي

د اروپايي اتحادیې دفتر په افغانستان کې ویلي چې د طالبانو له محدودیتونو سره سره، د ښځو د روزنې او د هغوی د روغتیايي خدماتو د لاسرسي ملاتړ ته دوام ورکوي.
اروپایي اتحادیه په افغانستان کې د ښځو د طب او روغتیايي زده کړو ملاتړ کوي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان د انجونو او ښځو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، د اروپايي اتحادیې دفتر په افغانستان کې اعلان کړی چې د ښځو او انجونو د روزنې په ځانګړي ډول د روغتیايي متخصصینو په توګه، ملاتړ ته دوام ورکوي. د اروپايي اتحادیې دفتر د سې شنبې په ورځ (۱۱ د قوس) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیوال کمپاین په جریان کې، په خپل رسمي ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړ او د ښځو، انجونو او میندو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

دغه نهاد همدارنګه ویلي چې د افغانستان د روغتیايي خدمتونو ملاتړ کوي څو ښځې، انجونې او میندې د ژوند ژغورونکو او ضروري خدماتو لاسرسی ولري. په خپاره سوي پیغام کې ویل سوي: «اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو ملاتړ کوي تر څو ښځې، انجونې او میندې د حیاتي پاملرنې لاسرسی ومومي.» اروپايي اتحادیې زیاته کړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسول، د ټولو خلکو لپاره د خوندي او د باور وړ روغتیايي خدماتو د برابرولو یو کلیدي ګام دی. دغه ملاتړونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبان له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې له لوړو زده کړو، کار او ډېرو ټولنیزو فعالیتونو څخه محرومې کړې دي؛ هغه موضوع چې تل یې د نړیوالو بنسټونو سخت غبرګونونه پارولي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x