اروپايي ټولنې کابل ته ۱۰۰ ټنه بشري مرستې واستولې

افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي اعلان وکړ چې شاوخوا ۱۰۰ ټنه ضروري بشري مرستې د اروپايي ټولنې د هوايي پل له لارې کابل ته لېږل شوي دي.
ارسال ۱۰۰ تُن کمک‌های بشردوستانه اتحادیه اروپا به کابل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې نږدې ۱۰۰ ټنه ضروري بشري مرستې د اروپايي ټولنې د بشري هوايي پل له لارې د سې شنبې په ورځ (د جوزا ۲۷مه) کابل ته ورسېدې.

په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د بشري هوايي پل له پیل راهیسې، ۴۰ الوتنې ترسره شوي او په ټولیزه توګه شاوخوا ۲۱۵۰ ټنه مرستندویه توکي افغانستان ته لیږدول شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه