د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر، ویرونیکا بوسکوویچ-پوهر، د اروپا په څلورمه بشري سرمشریزه کې، چې “د افغانستان کړکېچ؛ سیمه ییزې اغیزې او د ساتنې ننګونې” تر سرلیک لاندې جوړه شوه، په څرګنده توګه د بشري سازمانونو لخوا طالبانو ته د هر ډول مالي ملاتړ رد کړ.
هغه ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه د ښځو په پیاوړتیا او د افغانستان د خلکو لپاره د ژوندانه د فرصتونو په رامنځته کولو تمرکز کوي.