اروپايي ټولنې به په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د اسانتیاوو د ښه کولو لپاره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړی

اروپايي ټولنې به په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د اسانتیاوو د ښه کولو لپاره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ اروپايي ټولنې په افغانستان کې د زده کړو د اسانتیاوو د ښه والي په موخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق (یونیسف) سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه. اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ (د قوس ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرسته به په افغانستان کې د ۳۸۵ ښوونځیو د زیربناوو کیفیت ښه کړي. د دې اتحاديې په وينا، دغه پيسې به د ښوونځيو د بنسټيزو تاسيساتو، د ټولګيو په رغولو، د درسي موادو او د لومړنيو ښوونځيو د ښوونکو د روزنې په برخه کې ولګول شي. په همدې حال کې یونیسف اعلان کړی چې دغه پیسې به د افغانستان په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې د ۲۰۰ زره نارینه او ښځینه زده کوونکو د ښوونې او روزنې د ښه کولو لپاره ولګول شي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د کویټ له لوبډلې سره مخامخ شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x