اروپايي ټولنه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل اړین دي

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې، اروپايي ټولنې د طالبانو د بشري حقونو په سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې، په کلکه نیوکه وکړه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو او د دې ډلې پر وړاندې د محدودیتونو د قوانینو د لغوه کولو غوښتنه یې وکړه.
اتحادیه اروپا: تعیین نماینده ویژه سازمان ملل برای افغانستان ضروری است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې استازي سټاوروس لامبرینیډیس په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د ظلم په اړه په کلکه نیوکه وکړه او د دې هیواد لپاره یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې استازي په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو لخوا تصویب شوي “د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر” قانون ته په اشارې سره وویل: “دا قانون د افغان ښځو او نجونو د حقونو او آزادیو په اړه یو بل برید دی.”

لامبرینیډیس زیاته کړه: “موږ د زده کړې، د حرکت، بیان او کار له آزادۍ څخه د ښځو محرومیت په کلکه غندو. طالبان باید ټول محدودیتونه لرې کړي او د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو اطاعت وکړي.”

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه