د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د اروپايي ټولني د رسنیو دفتر ویلي، چې دغه ټولنه د افغانستان د ښځو او انجونو ملاتړ ته دوام ورکوي، په ځانګړي ډول په علمي او تخنیکي څانګو کي، او د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کي د هغوی پر بنسټیزې ونډې ټینګار کوي.
د اروپايي ټولنې د رسنیو دفتر نن چهارشنبه (د دلو ۲۲مه) په خپلې رسمي پاڼه کې د اېکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي، چې دا بنسټ د «درونیابۍ» یا ټولګډون په نړیواله ورځ، د STEM په څانګو کې د افغان ښځو او انجونو هڅې او لاسته راوړنې ستایي.
په دې پیغام کې راغلي، چې له نرسانو او قابلو څخه نیولې تر څېړونکو او علمي پلټونکو ، د ښځو فعاله ونډه د یوه سالم او سوکاله افغانستان د جوړولو لپاره بنسټیز ارزښت لري.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې ښځې باید د علم په مرکز کې وي او د هغوی ګډون په علمي او تخنیکي څانګو کې د ټولنې د پرمختګ لپاره اړین بلل کېږي.
یادې ټولنې همدارنګه زیاته کړې، چې د خپلو شریکانو په همکارۍ به د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.



