د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ اروپايي ټولنې د یوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د څښاک اوبو بحران په اندېښمنوونکي ډول مخ پر زیاتېدو دی او د اوبو د سرچینو پراخه ککړتیا د هېواد عامه روغتیا ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.
د دې راپور پر بنسټ، په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو څخه ډېر خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له ۸۰ سلنې زیات نفوس اړ دي چې له ککړو اوبو استفاده وکړي.
اروپايي ټولنه وايي، د ناپاکو اوبو د استعمال له امله رامنځته سوې ناروغۍ په افغانستان کې په یوه جدي روغتیايي بحران بدلې سوې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۲۱۲ زرو څخه زیات افغان ماشومان د ککړو اوبو پورې تړلو ناروغیو باندې اخته سوي دي. همدارنګه، د روغتیا نړیوال سازمان د ۹ زره او ۵۴۸ ورته ناروغیو د ثبت راپور ورکړی دی.
اروپايي ټولنې د دې وضعیت د بشري پایلو پر ټینګار سره، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د اوبو د بحران د مهار لپاره بېړني اقدامات ترسره کړي.



