د معمار پرس د خبر له مخې؛ بلومبرګ د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایټالیا په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپل سفارت پر پرانیستلو غور کوي. بلومبرګ خبري اژانس اعلان وکړ: باخبرو سرچینو خبر ورکړی، چې یو شمېر اروپايي هېوادونه په پام کې لري، چې د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي، چې دا به د طالبانو د حکومت د ډیپلوماټیکې په رسمیت پېژندنې په معنا وي. تر دې مخکې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني په واشنګټن کې د ناټو د غونډې په څنډه کې په یوه بیانیه کې تایید کړې وه چې د دغه هېواد سفیر چې دا مهال په قطر کې دنده لري، په دې وروستیو کې له افغانستانه لیدنه کړې ده. په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو سره، په کابل کې د اروپا او د نړۍ د ډېرو هېوادونو سفارتونو خپل کار پای ته ورساوه او د دغو هېوادونو ډيپلوماتان له افغانستانه ووتل.

- 46
- کې خپور شو 12:36 ب.ظ
- د خبر شمیره 9495
- July 17, 2024
- کې خپور شو 12:36 ب.ظ
- د خبر شمیره 9495
- July 17, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



د کابل په منډوي بازار کې د اورلګیدنې ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان
14 ساعتونه پیش

د افغانستان د ملي بیرغ رنګونه د کرکټ لیګ له نښې څخه لرې سول
14 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments