د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اوکراین د تیلو او ګازو د شرکت او د روسیې د ګازپروم تر منځ د پنځه کلن تړون په پای ته رسیدو سره له روسیې څخه د اوکراین له لارې اروپا ته د ګازو صادرات ودرول شول. د سپوتنیک په وینا، ګازپروم دا اعلان کړی دي چي د مسکو پر وخت د جدي په ۱۲مه د چهار شنبې په ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه به له اوکراین څخه اروپايي ټولنې ته د ګازو صادرات نور نه ترسره کیږي. دا خبره د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي مخکې کړې وه چي دا به نور اجازه ورنکړي چې د روسیې ګاز له اوکراین څخه اروپایي اتحادیې ته انتقال کړي، او اروپایي اتحادیې ته یې یو کال وخت ورکړی و چې د روسیې د ګازو صادرات د بندېدو سره خپل ځان چمتو کړي. د اوکراین او روسیې ترمنځ د ګازو د انتقال تړون چې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۰مه لاسلیک شوی و، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۳۱ پای ته ورسېد.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=115350
۱ میاشت پیش
شماره خبر 115350
منتشر شده در 3:09 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email