د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د اسیا لپاره د اروپايي اتحادیې د بشردوستانه مرستو دفتر د دوشنبې په ورځ (د جدي لومړۍ نیټه) وویل چې په افغانستان کې تر ۲۱ میلیونو ډېر وګړي صحي اوبو ته لاسرسی نه لري.
دې ادارې په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د اوبو کمښت د اوږدمهالو جګړو او د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغېزو پایله ده.
یاد دفتر ویلي چې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره یې د څاګانو او لاسي پمپونو د نصب پروژې پلې کړې دي، څو خلک وکولای سي پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی ومومي.
د اروپايي اتحادیې د بشردوستانه مرستو دفتر د اوبو نشتوالی په افغانستان کې له جدي او مخ په زیاتېدونکو ستونزو څخه بللی دی.
په همدې حال کې، د ناروې د کډوالۍ مؤسسې پرون د زابل په ولایت کې د ۳۰۰ کورنیو لپاره د اوبو رسولو یو شبکه فعاله کړه.
تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی وو چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د کابل د اوبو سرچینې په بشپړه توګه وچې سي. یونیسف همدارنګه ویلي چې دا مهال په افغانستان کې له هر لسو کسانو څخه اته تنه ککړې اوبه څښي؛ هغه موضوع چې د عامې روغتیا او د هېواد د چاپېریالي راتلونکي لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.



