اروپايي اتحادیه: له طالبانو سره خبرې اړینې دي

مگنوس برونر، تایید کړه چې د کډوالو د ستنیدو د مدیریت لپاره له طالبانو سره خبرې «اړینې» دي. هغه ټینګار وکړ چې دا اړیکې یوازې تخنیکي او عملي اړخ لري او د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندنې معنی نه ورکوي.
اروپايي اتحادیه: له طالبانو سره خبرې اړینې دي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، مگنوس برونر د اروپايي اتحادیې د کډوالۍ کمیشنر، وویل چې اروپایی اتحادیه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالبانو سره خبرې کړې، او ټینګار یې کړی چې له طالبانو سره تماس «اړین» دی، حتی که د دوی د کړنو سره موافق نه وي. د اروپايي اتحادیې د کډوالۍ کمیشنر د یورونيوز ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «له درېیمو هېوادونو سره تماس مهم دی، حتی که د هغوی حکومتونه او کړنې زموږ لپاره د منلو وړ نه وي.» برونر زیاته کړه: «له درېیمو هیوادونو سره اړیکه نیول حتمی دی، حتی که د دوی دولتونه او کړنې زموږ خوښ نه وي.» هغه وویل چې دا کار نه جالب دی او نه اسان دی، خو د هغوی سره اړیکه نه نیول هم یو انتخاب نه دی.

د کمیشنر په وینا، له طالبانو سره خبرې په «تخنیکي سطحه» کیږي او هدف یې د افغان کډوالو د ستنیدو د پروسې مدیریت او په دې برخه کې د اړینو همغږیو رامنځته کول دي. هغه ټینګار وکړ چې دا اړیکې نیول په هېڅ ډول د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندنه نه ده، بلکه یوازې د عملي او تخنیکي مسایلو د حل لپاره دي. د افغانستان د وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته، زرګونه افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې ده. د اروپايي اتحادیې د ځینو غړو هېوادونو دننه د کډوالۍ د کنترول فشارونو په زیاتېدو سره، د ځینو کډوالو په ځانګړي ډول هغوی چې «مجرم» ګڼل سوي یا د پناه غوښتنې شرایط نه لري د ستنولو بحثونه شدت موندلی دی. دا په داسې حال کې ده چې آلمان په تېرو څو میاشتو کې د څو پروازونو له لارې ځینې مجرم کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x