اروپايي اتحادیه: افغانې ښځې او انجونې د بې‌وزلۍ تر ټولو دروند بار زغمي

د اروپايي اتحادیې استازولۍ په خپل پیغام کې په افغانستان کې د ښځو پر اقتصادي ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د باثباته عاید نشتوالی او د معلولیت له امله رامنځته سوي کړاوونه افغانې ښځې په ستونزمن وضعیت کې اچولي.
اروپايي اتحادیه: افغانې ښځې او انجونې د بې‌وزلۍ تر ټولو دروند بار زغمي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې استازولۍ د پنجشنبې په ورځ، ۱۳ د قوس، د «OrangeTheWorld» کمپاین (د جنسي تاوتریخوالي په اړه د عامه پوهاوي زیاتول او د ښځو او انجونو ساتنه) په مناسبت په یوه پیغام کې په افغانستان کې د ښځو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

دغه بنسټ څرګنده کړه چې افغانې ښځې د باثباته عاید له نشتوالي سره مخ دي او اقتصادي وضعیت یې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. په دې پیغام کې راغلي: «اروپايي اتحادیه د ښځو د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو پروژو ملاتړ کوي او د هغوی اقتصادي مقاومت پیاوړی کوي.»

د اروپايي اتحادیې دفتر په دوام کې ټینګار وکړ چې افغانې ښځې او انجونې اکثره د بې‌وزلۍ او د لومړنیو عایداتو د نشتوالي تر ټولو دروند بار زغمي او اقتصادي ملاتړ د هغوی د زیانمنۍ د کمولو لپاره یوه ځواکمنه وسیله ده او کولای سي د هغوی په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

ویل کیږي چې په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله د بشري بحرانونو تر ټولو لویو ستونزو سره مخ سوی، چې په دې بحران کې ښځې او انجونې تر ټولو زیات زیانمنې سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x