اردوغان د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند په ساتلو ټینګار وکړ

رجب طیب اردوغان، د ترکیې ولسمشر، په خپلو وروستیو څرګندونو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند او ثبات د ساتلو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې انقره به د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.
اردوغان د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند په ساتلو ټینګار وکړ

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ترکیې دولتي خبري اژانس «آنادولو» په وینا، اردوغان دا څرګندونې د شنبې په ورځ (۱۷ عقرب) د پاکستان له لومړي‌وزیر شهباز شریف سره د باکو په ښار کې د لیدنې پر مهال کړې.

اردوغان ویلي: «ترکیه د پاکستان د ترهګریزو بریدونو او له طالبانو سره د وروستیو ترینګلتیاوو حالات له نږدې څاري او هیله لري چې روانې خبرې اترې د دواړو خواوو دایمي ثبات ته لاره هواره کړي.» هغه زیاته کړه چې انقره به د سولې د بهیر او د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ترکیې ولسمشر همدارنګه وویل چې ترکیه او پاکستان هڅه کوي خپلې همکارۍ د سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي صنعت په برخو کې نوره هم پیاوړې کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان وروستۍ خبرې اترې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې، او د سرحدي شخړو د زیاتېدو اندېښنې لا پسې ډېرې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x