د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، نړۍ تمه لري چې افغان ولس په بېلابېلو لارو له طالبانو سره جګړه وکړي. احمد مسعود دغه څرګندونې په هغه ويډيو کې وکړې، چې په ټولنيزو شبکو کې د يکشنبې په ورځ د دلو په اتمه نېټه په لندن کې د يوې انلاين غونډې پر مهال د خپلې وينا پر مهال خپره شوې ده. مسعود وويل، ډلې او هېوادونه د افغانستان د اوسنيو حالاتو دوام نه مني، خو په ورته وخت کې لېواله دي، چې په افغانستان کې دننه خوځښتونه، ډلې او ولس څه ډول غبرګون وښيي. د هغه په وينا، له اوسني حالت څخه د وتلو لپاره بايد هېوادوال په هره ممکنه لاره کې د يو بل ترڅنګ ودرېږي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7651
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7651
منتشر شده در ۱۳:۳۱ - دلو ۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email