د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په ډنمارک کې د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ۲۳ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په انلاین وینا کې وویل: د طالبانو دښمني له احمدشاه مسعود او د هغه له افکارو، طرحو او ایډیالونو سره ده. هغه وویل، له طالبانو سره د معاملې لپاره باید ضعفونه له منځه یوړل شي، قوي جوړښت باید رامنځته شي، تېروتنې باید جبران شي او د یوه قوي او منظم تشکیلات په رامنځته کولو سره باید مقاومت د بریا او ازادۍ پر لاره واچول شي. نوموړي د طالبانو پر وړاندې د مقاومت او ودرېدو په اړه د خپلو خبرو په دوام وويل: موږ باید د یوې جدي څو اړخیزې مبارزې لپاره ځانونه چمتو کړو. زموږ مبارزه باید د نورو هېوادونو په سیاسي بدلونونو او پرمختګونو پورې تړلې نه وي. هغه وویل له طالبانو سره د هیوادونو اړیکې تاکتیکي دي او نن هم پاکستان د طالبانو مخالف دی او باید له دغو هیوادونو سره د طالبانو د تاکتیکي اړیکو د ژورتیا مخه ونیول شي او دا کار د مقاومت د ډګر د مشرانو کار دی.

- 45
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10388
- کې خپور شو 2:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 10388
- September 11, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10388
- کې خپور شو 2:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 10388
- September 11, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:59 - September 11, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



