د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ احمد مسعود، د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر، په یوه مرکه کې څرګنده کړې ده ، چې طالبان باید د پښتون قوم استازي ونه ګڼل سي او د دې ډلې کړنې باید د کوم ځانګړي قوم په نامه ونه لیکل سي.
د ملي مقاومت د جبهې مشر ټینګار کړی دی چې طالبان په تېرو کلونو کې د بېلابېلو لارو او تاکتیکونو په کارولو هڅه کړې چې د افغانستان بیلابیل اشخاص، جریانونه او قومونه بدنامه کړي او د قومي بېاعتمادي فضا رامنځته کړي ترڅو مخالفین په یوازېتوب کې واچوي.
احمد مسعود همدارنګه په دې مرکه کې ویلي دي چې طالبانو په تېر وخت کې هغه ته وړاندیز کړی وو چې د دوی په نظام کې دي د پنجشېر او تاجکانو استازی په توګه څوکۍ تر لاسه کړي، خو نوموړي دغه وړاندیز نه دی منلی.
مسعود یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ملي مقاومت د جبهې مبارزه په قومیت نه، بلکې د عدالت، آزادۍ او د افغانستان د یو ټولشموله راتلونکې لپاره روانه ده.
دا څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو لخوا د قومي کړکیچونو د غلطی استفادې او د واک د انحصار په اړه اندېښنې په داخل او بهر کې زیاتي سوې دي.




