احمد مسعود: د افغانستان خلک باید خپل برخلیک په خپله وټاکي

احمد مسعود: اراده مردم برای مبارزه با طالبان قوی‌تر شده است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې طالبانو تر اوسه پورې په خپل چلند کې کوم بدلون نه دی ښودلی او د اصلاحاتو فرصت یې له لاسه ورکړی دی. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک باید خپل برخلیک په خپله وټاکي او تر هغه چې طالبان د ټاکنو، سولې او عدالت اصولو ته غاړه نه ږدي، له طالبانو سره به هیڅ ډول خبرې اترې ونشي. مسعود د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په اشارې سره د مهاجرت پر زیاتوالي، د ښځو اعتراضونو او په هیواد کې د ناامنه وضعیت په اړه نیوکه وکړه او ویې ویل چې د سیاسي مخالفینو د راستنیدو په اړه د طالبانو څرګندونې له موجوده واقعیتونو سره سمون نه لري.

بیشتر بخوانید:  ستانکزی: د زده کړو حق یو نه جبرانیدونکی حق دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه