احمد الشرع د سوریې نوی حکومت جوړ کړ

احمد الشرع دولت جدید سوریه را تشکیل داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سوریې د نوي حکومت مشر احمد الشرع (ابو محمد الجولاني) د شنبې په ماښام د هیواد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د “بدلون او جوړونې” په نوم د نوې کابینې د جوړولو اعلان وکړ.

دا حکومت، چې د انتقالي دورې لپاره ټاکل شوی، لومړی وزیر نلري، او ټولې اجرایوي چارې په مستقیم ډول د احمد الشرع لخوا څارل کیږي.

د حکومت واک به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې ټاکنې ترسره شي، چې کېدای شي تر څلورو کلونو پورې وخت ونیسي.

نوې کابینه د سلفي غورځنګونو ته نږدې شخصیتونو څخه جوړه شوې ده، او د پخوانیو حکومتونو برعکس، نور سیاسي او مذهبي غورځنګونه، په ځانګړې توګه لیبرالان، په کې ځای نلري.

د سوریې نوی حکومت د افراطي شخصیتونو له ترکیب څخه جوړ شوی او هیڅ لیبرال جریان یا مخالفې ډلې پکې نه دي.

بیشتر بخوانید:  اروپايي ټولنه: د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او نړیوالو مسوولیتونو مراعاتول شرط دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه