اتریش او فنلنډ د افغان پناه‌ غوښتونکو د اخراج په اړه سلا مشورې کوي

د اتریش او فنلنډ د کورنیو چارو وزیران به په هلسینکي ښار کې د هغو لارو چارو په اړه خبرې وکړي چې د افغان او سوريی پناه‌ غوښتونکو د اخراج بهیر چټک کړي.
اتریش او فنلنډ د افغان پناه‌ غوښتونکو د اخراج په اړه سلا مشورې کوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ګرهاد کارنر، د اتریش د کورنیو چارو وزیر، ټاکل سوې ده د دوشنبې په ورځ په هلسینکي ښار کې له ماري رانتانن، د فنلنډ د کورنیو چارو له وزیرې سره وګوري.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې لیدنې اصلي محور به د افغان او سوریي پناه‌ غوښتونکو د اخراج د بهیر د چټکولو لارې چارې وي. فنلنډ او اتریش د اتلسو نورو اروپایي هېوادونو تر څنګ، د هغه لیک له لاسلیک کوونکو څخه دي چې د اروپایي کمېسیون ته استول سوی او موخه یې دا ده چې د پناه‌ غوښتونکو د بېرته استولو لپاره یو «پیاوړی ائتلاف» جوړ کړي په ځانګړي ډول د هغو کسانو د بېرته لېږلو لپاره چې له افغانستان څخه راغلي دي.

د اروپایي رسنیو د راپورونو له مخې، د اتریش حکومت د روان کال د میزان میاشتې په وروستیو کې، د طالبانو له واک ته د بېرته رسېدو وروسته، لومړی افغان تبعه چې د جنسي تېري په جرم محکوم سوی وو، کابل ته بېرته ولېږه. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ټینګار کړی وو چې د نورو افغان پناه‌ غوښتونکو د اخراج پروګرام هم د عملي کېدو په حال کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د دفاع بنسټونو څو ځل خبرداری ورکړی چې د افغان پناه‌ غوښتونکو بېرته لېږل، د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت او سختو محدودیتونو په پام کې نیولو سره، د اروپایي هېوادونو له نړیوالو ژمنو سره ښکاره ټکر لري او د پناه‌ غوښتونکو د حقونو سرغړونه ګڼل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه