آیا پاکستان یو ځل بیا په کابل کې د نوې وینې په لټه کې دی؟

د افغانستان په اړه د پاکستان بهرني سیاست یوازې د امنیتي او تاکتیکي لیدلوري له مخې نسی قضاوت کېدای. دا سیاست د سیمې په تاریخ، د پوځ او استخباراتو په جوړښت، او په ژیوپولیتیک او ژیو اېکانومیک محاسباتو کې ریښه لري؛ خو پایله یې تل د افغانستان لپاره د یوې تکراري، او ترخې نمونې بڼه لرلې ده.
آیا پاکستان یو ځل بیا په کابل کې د نوې وینې په لټه کې دی؟

د افغانستان په اړه د پاکستان بهرني سیاست یوازې د امنیتي او تاکتیکي لیدلوري له مخې نسی قضاوت کېدای. دا سیاست د سیمې په تاریخ، د پوځ او استخباراتو په جوړښت، او په ژیوپولیتیک او ژیو اېکانومیک محاسباتو کې ریښه لري؛ خو پایله یې تل د افغانستان لپاره د یوې تکراري، او ترخې نمونې بڼه لرلې ده.

د «نیولاینز» وروستي راپور په اړه چې اسلام‌آباد په کابل کې د «حکومت د بدلون» هڅې کوي، نه دا چې حیرانوونکې دی؛ بلکې د پاکستان د پخواني لاسوهنیزې نمونې یو نوی تایید ښکاري. دا لیکنه هڅه کوي په تحلیلي او نیوکه ‌محور ډول وښيي چې ولې د پاکستان بهرنی سیاست د یوه ځواکمن او ټول‌ګډونه افغانستان د رامنځته کېدو پر وړاندې درېدلی، څه خطرناکه لوبه راتلونکې ده؟ که اسلام‌آباد د «تعادل‌ جوړولو» تر نوم لاندې د طالبانو د مخالفانو ملاتړ پراخ کړي، او په مقابل کې کومې عاقلانه او اخلاقي سپارښتنې هم طالبانو لپاره او هم د دوی مخالفانو لپاره اړینې دي څو هېواد بیا د تاوتریخوالي په څرخ کې له سقوط څخه وژغورل سي.

د پاکستان بهرنی سیاست نسبت افغانستان ته یوازې نظامي او امنیتي اړخ نه لري؛ بلکې د یوې اوږدې تاریخي محاسبې دوام دی. پاکستان په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره د استخباراتي شبکو، استازی ډلو او سیاسي نفوذ له لارې هڅه کوي چې د افغانستان راتلونکی په خپله خوښه جوړ کړي. دا حقیقت اساسي پوښتنه رامنځته کوي: ایا هغه ګاونډی چې تل یې د افغانستان ملي ګټې قرباني کړي، د سولې او ثبات شریک کېدای سي؟ ځواب یې تر هغه وخته منفي دی، څو چې ژور بدلون او عملي تضمین موجود نه وي.

تاریخ ښيي چې پاکستان د «ستراتېژیکی ژورتیا» سیاست تعقیب کړی؛ داسې ژورتیا چې په عمل کې یې معنا دا ده چې په افغانستان کې دې هیڅکله یو مستقل، قوي او متوازن دولت جوړ نه سي. د ګلبدین حکمتیار په رقم له څهرو ملاتړ د داود خان له دورې نیولې تر کورنیو جګړو، بیا د مجاهدینو د ډلې ملاتړ، او وروسته د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو طالبانو ملاتړ، دا ټول د یوه دوامدارې نقشې په څېر ښکاري. موخه یې د «افغانستان جوړول» نه، بلکې کنټرول، تضعیف او بیا ـ بیا بې ثباته ساتل دي؛ هغه سیاست چې خلکو، دولت او اقتصاد ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د جمهوریت په شلو کلونو کې هم پراخ شواهد سته چې د پاکستان ځینې امنیتي ادارې طالبان په استخباراتي، نظامي او اقتصادي برخو کې ملاتړ کول. دا ملاتړ د ثبات لپاره نه، بلکې د افغانستان د کمزوري کولو لپاره لیدل سوی وو. پایله یې څرګنده ده: د افراطیت زیاتوالی، د دولت د بنسټونو له منځه وړل، د بې ګناه خلکو وینه تویېدل او د هېواد د مدني او اقتصادي ودې پرېکون.

د نیولاینز د راپور او موجودو شواهدو پر بنسټ اسلام‌آباد اوس هڅه کوي چې د طالبانو مخالفان بیا د فشار په یوې وسیلې بدل کړي. دا هڅه باید د «خیریه اقدام» نه، بلکې د پخواني استازی سیاست د دوام په چوکاټ کې تحلیل سي. د پاکستان دوه اصلي هدفونه دا دي:
۱. د هند پر لوري د طالبانو د احتمالي تمایل مخنیوی
۲. د خپل کورنی بحران مدیریت، په ځانګړي ډول د TTP سره د مبارزې لګښتونه افغانستان ته انتقال کړي

دا ښکاره ده چې پاکستان غواړي مخالفین هم د طالبانو په شان په یوه «قابل کنټرول پروژه» بدل کړي؛ داسې وسیله چې د افغانستان پر ځای د پاکستان ګټې خوندي کړي.

هر هغه بهرنۍ هڅه چې د طالبانو د رهبرۍ په زور لرې کولو پسې وي، ښايي هغه قدرتي خلا رامنځته کړي چې په څو اونیو کې افغانستان یو بل بشري ناورین ته ټېل وهي. په افغانستان کې قدرتي خلا تل د وینو تویېدو، سیمه ییزو جګړو او د نوو وسله‌والو ډلو په راولاړېدو پای ته رسېدلې ده. نو د «رژیم بدلون» هره پروژه یوازې هغه وخت عملي کېدای سي چې له مخکې ولسمشرۍ، امنیتي او اداري نقشه ولري؛ هغه څه چې معمولا د استازو لوبغاړو لخوا صرف نظر کېږي.

د طالبانو مخالفو بهیرونو ته څرګنده سپارښتنه دا ده: بې له شرطونو، تضمینونو او اوږدمهاله نقشې چې د افغانستان ملی ګټې په منځ کې اچوې د هېڅ ګاونډي ملاتړ مه منئ. د پاکستان ملاتړ هېڅکله بې طرفه نه وي؛ دا تل د کنټرول او مهار وسیله وي. هره اړیکه باید شفافه، له تضمینونو ډکه او د ملي ګټو پر محور ولاړه وي، نه د ګاونډي پر غوښتنو.

په سیاست کې د «دښمن» لفظ باید له احساس نه، بلکې له شواهدو او مسوولیت سره وکارول سي. د پاکستان رول ځکه د افغانستان لپاره زیانمن بلل کېږي چې:
۱. یو اوږد لاسوهنیز تاریخ لري
۲. د وسله‌والو ډلو ملاتړ یې د افغانستان ملي ګټې زیانمنې کړی
۳. افغان خاوره یې د جیوپولیتیکې سیالۍ میدان ګرځولې ده

طالبانو ته واضح پیغام دا دی: انحصار د حل لاره نه ده. که طالبان غواړي مشروعیت، ثبات او پرمختګ راولي، یوازینی لاره یې یو رښتینی ټول‌ګډونه حکومت دی چې په کې مختلف قومونه، سیاسي جریانونه، ښځې، مدني ټولنې او دیني/سیاسي جوړښتونه ځای ولري.
یوازې داسې نظام د بهرنیو لاسوهنو مخه نیولای سي.

افغانستان ته یوه ملي تګلاره اړینه ده چې د بهرنیو لاسوهنو په ځانګړي ډول د پاکستان د نفوذ په وړاندې هوښیار او پایداره وي چې لاندې برخې باید ولري:
۱. د هر ډول بهرني ملاتړ ردول، تر څو چې روښانه او تضمین سوي شرایط نه وي
۲. د احتمالي قدرتي خلا د مخنیوي لپاره مخکېني پلانونه جوړول
۳. د طالبانو او مخالفانو ترمنځ د نړېوالو بیطرفو له لارې د منځګړیتوب خبرې
۴. د ملي پوځ، پولیسو او مدني بنسټونو پیاوړي کول
۵. او اسلام‌آباد ته څرګند پیغام: د نیت بدلول په عمل ثابتېږي، نه په بیانیو. پرته له دې د افغانستان خلک او سیاسی بهیرونه به د خپلې هر ډول مشروع دفاع لپاره آماده وي.

په پای کې باید وویل سي: تاریخ موږ ته ښوولې چې تاریخې بې اعتمادي په خبرو او شعارونو نه، بلکې په رښتینو تضمینونو، ګډونونو، په عملي بدلونو، څو ږغیز نظام، او د خلکو په واکمنۍ سره کیدای سی چې یوه نوې لاره د افغانستان لپاره جوړه سي. هر ډول استازی لوبه، چې موخه یې د افغانستان بیا بې ثباته کول وي، د سیمې لپاره هم خطرناک دی خو تر ټولو دروند قیمت او بیه یې تل د افغان ولس له لوري ادا کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x