آماندا مک ګرګور د افغانستان لپاره د استرالیا د نوې استازې په توګه وټاکل شوه

آماندا مک ګرګور د افغانستان لپاره د استرالیا د نوې استازې په توګه وټاکل شوه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ د ګلین مایلز پر ځای اماندا مک ګرګور د افغانستان لپاره د استرالیا د نوې ځانګړې استازې په توګه وټاکه. د استرالیا د ماندارېن خبري اژانس د راپور له مخې، د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیانیه کې ویلي: اغلې مک ګرګور چې په قطر کې میشته ده، د ورته فکر لرونکو هیوادونو سره به کار وکړي او د طالبانو لخوا د بشري حقونو سرغړونو په وړاندې اقدام وکړي او همدارنګه د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي. اغلې مک ګرګور پخوا د کاناډا په سفارت او د لومړي وزیر او کابینې په څانګه کې د لوړ پوړي مشاور په توګه کار کړی. هغه پنځه کاله د استرالیا په دفاع وزارت کې هم کار کړی او په دې وروستیو کې په لبنان کې د استرالیا د سفارت مرستیال و.

بیشتر بخوانید:  د مقاومت جبهه او اسلامي ګوند د افغانستان د ژغورنې له ملي شورا څخه ووتل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x