د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، یوې آلمانی ورځپاڼې د دغه هېواد د رسمي چارواکو په حواله لیکلي چې طالبانو ته د افغانستان د قونسلګرۍ بشپړ لاسرسی نه دی ورکړل سوی او دا دیپلوماتیکه اداره لا هم د عبدالباقي پوپل، په برلین کې د افغانستان د سفارت سرپرست، تر مدیریت لاندې فعالیت کوي.
ددې راپور پر بنسټ، جرمني تراوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د افغانستان د سفارت او قونسلګریو رسمي چارې لا هم د پخواني حکومت د دیپلوماتانو له لوري پر مخ وړل کېږي. ورځپاڼې زیاته کړې چې طالبانو په اروپا کې د ځینو دیپلوماتیکو نمایندګیو د ترلاسه کولو هڅې کړې، خو د جرمني چارواکو په بن ښار کې طالباستازو ته د دیپلوماتیکو ودانیو او تأسیساتو لاسرسی محدود کړی دی. ویل کیږی دا چې له ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته، کله چې طالبان پر افغانستان واکمن سول، ډېری لوېدیځو هېوادونو په ګډون د جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د افغانستان د دیپلوماتیکو ادارو رسمي فعالیتونه په دغو هېوادونو کې لا هم د پخواني حکومت له چوکاټ سره سم روان دي.




