آصف علي زرداري: طالبان به له پرېکنده ځواب سره مخ سي

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري اعلان کړي چې دغه هېواد به د خپلې سولې او ځمکنۍ بشپړتیا پر سر هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي او طالبان به له پرېکنده ځواب سره مخ سي.
آصف علي زرداري: طالبان به له پرېکنده ځواب سره مخ سي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د پاکستان او طالبانو تر منځ د متقابلو بریدونو وروسته، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په یوه تنده اعلامیه کې ټینګار کړی چې اسلام‌اباد به د خپل حاکمیت او نړیوالو پولو هر ډول نقض و نه زغمي او د دغه هېواد امنیتي ځواکونه به په لا سخت ډول غبرګون وښايي.

د پاکستان ولسمشر ټینګار وکړ چې پاکستان د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په مسئله کې هېڅ ډول جوړجاړي نه کوي.

نوموړي د افغانستان طالبان د «تېری او د پوله‌ایز حاکمیت د نقض» په تور تورن کړل او خبرداری یې ورکړ چې د پاکستان وسله‌وال ځواکونه به بشپړ او پرېکنده اقدام وکړي. هغه وویل هر څوک چې د پاکستان سوله او امنیت د کمزورۍ په توګه تعبیر کړي، له قوي ځواب سره به مخ سي. نوموړي همداراز وویل چې هېڅ وګړی یا ډله به د پاکستاني ځواکونو له لاسرسي خوندي نه وي.

د پاکستان د ولسمشر دغه څرګندونې د طالبانو پر وړاندې د اسلام‌اباد د رسمي دریځ د سختېدو نښه بلل کېږي؛ داسې دریځ چې کولای سي په پوله‌ایزو سیمو کې امنیتي فضا لا پسې ترینګلې کړي او سیمه‌ییز کړکېچ زیات کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x