د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ آصف درانی، د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی استازی، ویلي دي چې د طالبانو کړنو اسلامآباد په یو ناچاره حالت کې اچولی او د پاکستان هغه تصور چې ګواکي طالبان به له دې هېواد سره دوستانه چلند ولري، ناسم ثابت سوي دي.
دراني د دوشنبې په ماښام په یوه مرکه کې وویل چې د «طالبانو رژیم» پاکستان اړ کړی چې د افغانستان پر ضد پوځي اقدام وکړي. د هغه په وینا، یوازې په روانه میاشت کې په پاکستان کې څلور لوی بریدونه سوي چې شاوخوا ۶۰ کسان پکښې وژل سوي دي.
هغه ادعا وکړه چې د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان د کنټرول لپاره لېوالتیا نه لري، او حتا ځینې کسان چې له افغان طالبانو سره تړاو لري د TTP په جوړښت کې شتون لري. دراني زیاته کړه چې اسلامآباد د طالبانو سره د خپلو اړیکو په ارزونه کې تېروتنه کړې ده.
هغه دا هم وویل چې د طالبانو ځینې مشران، لکه ملا برادر، کلونه د پاکستان په زندانونو کې تېر کړي دي او د طالبانو اوسنی سفیر هم څو ځله نیول سوی و.
دراني د طالبانو او د سیمې د هېوادونو د اړیکو په اړه وویل چې دا اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ جوړې سوې دي او تر هغه چې د افغانستان له خاورې د پاکستان د امنیت پر ضد کار وانه اخیستل سي، دا اړیکې د اندېښنې وړ نه دي. هغه ټینګار وکړ چې طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره له ښو اړیکو پرته دوام نه سي کولای، او افغانستان او پاکستان دواړه به د متقابلې همکارۍ پرته زیان وویني.
دا څرګندونې وروسته له هغې سوې دي چې د پاکستان هوايي ځواک د یکشنبې په شپه (۳ حوت) د افغانستان په سرحدي سیمو، د ننگرهار او پکتیکا په ځینو ولسوالیو کې هوايي بریدونه وکړل. اسلامآباد وايي دا عملیات د TTP او داعش خراسان پر پټنځایونو ترسره سوي دي.
په داسي حال کې ، چي په افغانستان کي د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) تایید کړې چې په ننگرهار ولایت کې ملکي وګړي وژل سوي، او طالبانو هم اعلان کړی چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.




