د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، آصف دراني، د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي، د یکشنبې په ورځ، د عقرب ۱۸مه ویلي دي چې اسلامآباد باید د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) مشران د نړیوالو پولیسو «انټرپول» له لارې تعقیب کړي او د هغوی پر ضد د «سور حکم» غوښتنه وکړي.
دراني په خپل پیغام کې ویلي: «پاکستان باید له انټرپول څخه وغواړي چې د هغو کسانو پر وړاندې سور حکم صادر کړي چې د ده په وینا، په افغانستان کې پناه اخیستې ده.» دغه پخواني پاکستانی چارواکي مخکې ټینګار کړی وو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ یوازې د خبرو له لارې حل کېدای سي او دواړه خواوې باید د مذاکراتو لړۍ ته دوام ورکړي.
هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ د استانبول درېیم پړاو خبرې اترې بېپایلې پای ته رسېدلې دي. په ورته وخت کې، طالبان دا تورونه ردوي چې ګنې د پاکستانی طالبانو مشران د افغانستان په خاوره کې مېشت دي. له دې وروسته، د پاکستانی طالبانو غورځنګ ډلې ویلي چې که اسلامآباد د نظامي اقدام هڅه وکړي، دوی به د خپل ځان څخه دفاع وکړي.




