د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ آصف دراني، د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، د طالبانو او هند د اړیکو په پراخېدو په نیوکې سره ویلي چې نوې ډیلي «د افغانستان سره د مینې په خاطر» دې اړیکو ته نه ده راغلې، بلکې موخه یې دا ده چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي.
دراني د دوشنبې په ورځ په ایکس کې په یوه پیغام کې لیکلي: «دا نوې راټوکېدلې سناریو د طالبانو د رژیم د بقا لپاره خطرناکه ده. هیله ده طالبان له ځانمرګي مسیر څخه ډډه وکړي.» د پاکستان چارواکو په تېرو کلونو کې څو ځله ادعا کړې چې هند د طالبانو، یا د طالبانو له شبکو سره تړلو ډلو لکه (TTP) له لارې د اسلامآباد پر ضد فعالیت کوي؛ داسې ادعاوې چې هم طالبانو او هم د هند حکومت رد کړي دي.
دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د وروستیو بریدونو او د ناامنۍ د زیاتوالي له امله د طالبانو او پاکستان اړیکې سختې خرابې سوي او کابل هڅه کوي له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي د نوي ډیلي له سفر وروسته، هند اعلان وکړ چې په افغانستان کې به خپل سیاسي حضور د «نمایندګۍ» له کچې د سفارت تر کچې لوړ کړي. له دې سره هممهاله چې متقي په هند کې وو، پاکستان د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول کابل کې، هوایي بریدونه ترسره کړل؛ بریدونه چې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ یې یو اوونیزې نښتې رامنځته کړې. که څه هم وروسته دواړو خواوو خبرې اترې وکړې، خو خبرې بېپایلې پاتې سوې او ترینګلتیا لا هم دوام لري.



