آصف دراني: د TTP ستونزه یوازې د قبایلي خلکو په ملاتړ حل کېدای سي، نه د طالبانو په فشار سره

آصف دراني، چې پخوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وو، په یوه تازه لیکنه کې ټینګار کړی چې طالبانو باندې د فشار راوړل د (TTP) د مهار لپاره دوامداره حل نه‌دی، او د پاکستان حکومت یوازې هغه وخت کولای سي پر دې ډلې بری ومومي، چې د قبایلي سیمو د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.
آصف دراني: د TTP ستونزه یوازې د قبایلي خلکو په ملاتړ حل کېدای سي، نه د طالبانو په فشار سره

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، آصف دراني، د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، په یوه تازه مقاله کې چې د اسلام‌آباد او طالبانو ترمنځ د استانبول وروستیو خبرو اترو په اړه لیکل سوې، ویلي چې یوازې پر دې تمرکز کول چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ فعالیتونه د افغانستان له خاورې مهار سي، د پاکستان دننه د یاغي بریدونو د ختمولو لپاره اوږدمهاله حل نه‌دی.

دراني لیکلي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ ماتول په قبایلي سیمو کې یوازې هغه وخت ممکن دي، چې د پاکستان حکومت وکولای سي د دغو سیمو د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. هغه د پخوانیو تجربو په یادولو سره ویلي، د سرحدي سیمو د خلکو ژوره ناخوښي د اسلام‌آباد له پالیسیو سره، د شورشي ډلو په ځانګړي ډول د TTP د پیاوړتیا سبب سوې ده.

د دراني دا دریځ په حقیقت کې د طالبانو له لیدلوري سره یو شان دی، ځکه طالبانو څو ځله ویلي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ د پاکستان داخلي ستونزه ده او اسلام‌آباد باید دا مسئله د افغانستان سره ونه تړي. دراني همدارنګه خبرداری ورکړی چې د طالبانو څخه د مستقیم اقدام غوښتنه د TTP پر ضد، پرته له دې چې په قبایلي سیمو کې دایمي حل لارې رامنځته سي، نه یوازې بې‌پایلې ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به لا زیات تاوتریخوالی رامنځته کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x