د معمار پرس د خبر له مخې؛ آسټرالیا او نیوزیلینډ اعلان وکړ چې دوی به د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ورته وخت کې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.
د آسټرالیا صدراعظم انتوني البانیزي اعلان وکړ چې هیواد به یې د روان کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.
هغه وویل چې دا اقدام د دوه اړخیز حل لارې د پرمختګ، په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د نړیوالو هڅو د پیاوړتیا په موخه دی.