د معمار پرس د خبر له مخې؛ د آسیا د فوټسال د لومړۍ کچې د روزنې کورس د میدان وردګو، کندهار، بامیان، پروان او کابل د روزونکو په ګډون سره ترسره شو.
کورس، چې د فوټبال فډریشن کې یې یوه اونۍ دوام وکړ، په بریالیتوب سره پای ته ورسید.
پدې کورس کې، روزونکو د ایران د نړیوال روزونکي رضا کاردي تر څارنې لاندې د فوټسال مهم او بنسټیز مفاهیم په تیوري او عملي ډول زده کړل.
ویل شوي چې دا روزنې د روزونکي مهارتونو د ښه کولو لپاره ډیزاین شوي