د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د “د روسیې د ملي ورځې” په مناسبت مبارکي وویله او هغه یې خپل “تر ټولو ګران ملګری” وباله.
د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس په وینا، دا پیغام د چهارشنبې په ورځ، د جوزا په ۲۱مه لیږل شوی و.
د شمالي کوریا مشر د پوتین ستاینه د هغه څه لپاره وکړه چې هغه یې “د لویدیځ تسلط په وړاندې ولاړ” بللی و، د دواړو هیوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو ته یې اشاره وکړه.