د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ښځو دغې ډلې په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، که بشري حقونه موجود وای، نو افغان مېرمنې به په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ د ملاتړي ډلې له خوا اسیر نه وې. مظاهره کوونکو ښځو ویلي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه اوج ته رسېدلې ده. خو ملګري ملتونه، د بشري حقونو بنسټونه او نړۍ دا «جنايتونه» څاري او پر شونډو يې چوپتيا پټه کړې ده. دغو ښځو ویلي چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په بې شرمۍ له طالبانو سره تماس او تفاهم کوي. مظاهره کوونکو ښځو ویلي چې دوی د طالبانو په جنایت کې ملګري ملتونه او د ناټو غړي هېوادونه شریک ګڼي. د دوی په وینا دغه هېوادونه له یوې خوا د افغانستان له ښځو او خلکو خپل ملاتړ اعلانوي او له بلې خوا د طالبانو د پیاوړي کولو لپاره میلیونونه ډالر لیږي.

- 47
- کې خپور شو 9:30 ق.ظ
- د خبر شمیره 1541
- December 12, 2022
- کې خپور شو 9:30 ق.ظ
- د خبر شمیره 1541
- December 12, 2022
- خبرونه
- تازه تازه 09:30 - December 12, 2022
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1541
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



