د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د افغانستان په وړاندې د ګاونډیو هیوادونو مثبت چلند اعلان کړ. د هغه په وينا، دغه هېوادونه په ګډه کار کوي، چې افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور بوځي. کاظمي قمي د مسکو فارمټ غونډې ته په اشارې سره وویل، د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی. دغه راز دوی د افغانستان د زیربناوو د بیارغونې او د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې د مرستې پر اړتیا ټینګار کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=103703
۴ اونۍ پیش
شماره خبر 103703
منتشر شده در ۱۳:۲۹ - میزان ۱۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email