چین له افغان ماشومانو سره د زړه له ناروغۍ سره مرسته کوي

سفیر چین در کابل از اعزام یک تیم پزشکی به افغانستان خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ کړې ده چي ډېر ژر به له بېجينګ څخه يوه طبي ډله افغانستان ته ولېږل شي چې د زړه په ناروغيو اخته ماشومانو درملنه وکړي. دغه اقدام د قوس په ۲۰مه د چین د سفیر او د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي تر منځ له لیدنې وروسته وشو. په کابل کې د چین سفیر وویل چې د اړتیا په صورت کې به د چین طبي ټیم د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د لا نورې درملنې لپاره چین ته انتقال کړي. د چین سفیر دغه راز په کندهار ولایت کې د میرویس روغتون د بیارغونې ژمنه هم وکړه، څو په دې سیمه کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره هڅې وکړي.

بیشتر بخوانید:  د ټولګټو سرپرست وزیر، ولایتي رئیسان خپلو اړوندو مسئولیتونو ته ځیر کړل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه