په کندهار کې خاموشه ناورین؛ دوه ماشومان د لوږې له امله د کډوالو په کمپ کې مړه سول

د کندهار تخته‌پل د کډوالو کمپ کې دوه افغان ماشومان د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو له دوام سره، د بشري بحران کچه په موقتي کمپونو کې په چټکۍ سره لوړېږي، او نړیوالې ادارې د بېړني اقدام غوښتنه کوي.
په کندهار کې خاموشه ناورین؛ دوه ماشومان د لوږې له امله د کډوالو په کمپ کې مړه سول

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، سیمه‌ییزو سرچینو د شنبې په ورځ (۱۰ د عقرب) تایید کړې چې دوه کډوال ماشومان د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالۍ دبې‌ځایه سویو په یو کمپ کې د خوړو د کمښت او لوږې له امله مړه سوي دي. د طالبانو د مهاجرینو چارو ریاست په کندهار کې هم دا پېښه تایید کړې ده.

دا ناورین په داسې حال کې رامنځته سوی، چې سلګونه زره افغانان د پاکستان له اجباري ایستلو وروسته په موقتي کمپونو کې د ابتدایي ژوند له شرایطو بې‌برخې دي.

دغه کمپونه د خوړو، څښاک اوبو، سرپناه او صحي خدمتونو له سخت کمښت سره مخ دي، او ډېری کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره له شدید کړاو سره لاس او ګرېوان دي. د یونیسف د پخوانیو خبرداریو له مخې، افغانستان دا مهال له هغو هېوادونو څخه دی چې د نړۍ تر ټولو شدید تغذیوي بحران سره مخ دی، او میلیونونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

د فقر، بې‌کارۍ او د مرستو د ناسم تنظیم له امله د بېرته راستانه سویو کډوالو وضعیت لا پسې خراب سوی دی. د بشري حقونو بنسټونو او د مرستو نړیوالو ادارو یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بشري فاجعې د پراخېدو د مخنیوي لپاره، ژر تر ژره د افغان کډوالو او له خطر سره د مخ ماشومانو د ژغورنې لپاره بیړنۍ مرستې واستوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه