د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ژاو شینګ، په کابل کې د چین سفیر، نن سهشنبه (د عقرب ۱۳مه) اعلان کړی دی چې هېواد به یې د دې سختې مرحلې په ترڅ کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او د هغوی د اړتیاوو له مخې به مرستې وړاندې کړي.
په کابل کې د چین سفیر په خپله «ایکس» پاڼه کې لیکلي دي چې چین د افغانستان د شمال د زلزلې د قربانیانو د مړینې له امله خواشینی دی او د زیانمنو د ژر رغېدو هیله لري. هغه زیاته کړه: «موږ د هغه ویجاړوونکي زلزلې له امله خواشینی یو چې د افغانستان شمال یې ولړزوه.
د چین د ولسي جمهوریت د سفارت له لوري، د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي او د ټپیانو د ژر روغېدو هیله څرګندوو.» په کابل کې د چین سفیر ټینګار کړی دی چې هېواد به یې د افغانستان ترڅنګ پاتې سي او د بشري او مرستندویه مرستو وړاندې کول به دوام ولري.




