د معمار پرس د خبر له مخې؛ راپورونه وايي، چې په کابل ښار کې د وسله والو طالبانو پر یوه پوسته چاودنه او برید شوې ده. سرچینې اعلان کړی، چې دغه برید د چهارشنبې په ورځ (د اسد ۲۵مه) شاوخوا ۸:۴۰ بجې د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند د پنجشیر واټ سړک په سیمه کې د طالبانو په پوسته شوی دی. د معلوماتو له مخې لومړی د طالبانو په دغه پوسته کې چاودنه وشوه او وروسته جګړه رامنځته شوه. په دې جګړه کې د اوښتو تلفاتو او احتمالي زیانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

- 40
 
لنډ لینک: https://memar.press/?p=5785
۲ کلونه مخکی
د خبر شمیره 5785
کې خپور شو 3:32 ب.ظ
Facebook									
Twitter									
WhatsApp									
Telegram									
Email									
اړونده منځپانګه				







