په کابل کې د سوداګرۍ په غونډه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار

تاکید بر تقویت همکاری‌های اقتصادی ایران و افغانستان در نشست تجاری در کابل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې سوداګریزه غونډه کې چې د کابل په کوربه توب جوړه شوې وه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي او په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مشر علیرضا بیکدعلي هم حضور درلود؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یې د اسیا د هېوادونو په ځانګړې توګه ایران، چین او افغانستان د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ. په دې کتنه کې چې د ایران او افغانستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې ترسره شوه، ستانکزي وویل: “د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصاد پیاوړتیا د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې لپاره د بنسټ برابرولو ته اړتیا لري.”

بیشتر بخوانید:  په کابل کې د ایران نوي سفیر خپله دنده پیل کړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه