په کابل کې د روسیې پر سفارت د برید په اړه د طالبانو غبرګون

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس له خبر له مخې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې دغه برید په کلکه غندلی او د روسیې له حکومت، خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

دغه وزارت وايي، زموږ امنیتي ادارو د برید په اړه هراړخیزه څېړنه پیل کړې او د سفارت د امنیت لپاره به نور جدي اقدامات وکړي، څو دا ډول احتمالي ګواښونه د سفارت د کار خنډ نه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت له روسیې سره نږدې اړیکې لري او موږ به اجازه ورنه کړو چې د دښمن دا ډول منفي اعمال د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

بیشتر بخوانید:  په ترکیه کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۵۰۰ افغانان وژل شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x