په پاکستان کې سلګونه افغان کډوال بندي کیدل

memaarpress.com
لنډ لینک: https://memar.press/?p=1135
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 1135
کې خپور شو 11:15 ق.ظ

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د بیخدي په وینا؛ په پاکستان کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان وکړ چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له یوه زندانه ۸۴ افغان کډوال خوشې شوي دي.

په کراچۍ کې افغان قونسل مولوي سید عبدالجبار تخاري وايي، دغه شمېر افغان کډوال نن (پنجشنبه د میزان ۲۱مه) افغانستان ته تللي دي.

د دغو بندیانو خپاره شوي عکسونه په یوه بس کې دننه ښيي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت تایید کړه چې اوس هم د پاکستان په زندانونو کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال بند دي چي د خوشې کولو هڅې یې روانې دي، ویل کېږي چې په دغو بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

عبدالجبار تخاري وايي چې په دوو اوونیو کې به نور افغانان د کراچۍ له زندانه خوشې شي.

شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې پاکستان د کراچۍ له یوه زندانه ۱۵۰ افغان کډوال خوشې کړل.

په پاکستان کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني امنیتي اجنټان د اوسیدو له اسنادو پرته افغانان لټوي.

ویل شوي چې د پاکستان پولیس د استوګنې له اسنادو پرته پر مهاجرو جریمې لګوي او که دغه جریمه ورنه کړي، نیول کېږي او زنداني کېږي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي وو چې د پاکستان حکومت به په څو ورځو کې افغانستان ته په دغه هېواد کې د پاتې نورو بندیانو د خوشي کولو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

ویل شوي چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي او هره ورځ د دغو کډوالو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د اشرف غني احمدزي له تېښتې او د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته په میلیونونو خلکو له افغانستانه کډه وکړه او ډېرو یې ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران او تاجکستان ته پناه یوړه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
کشت-جایگزین-خشخاش
طالبانو د خشخاش د کرنې د بدیل پنځه کلن پلان تصویب اعلان کړ
د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د ۴.۸ میلیاردو افغانیو په بودجې سره یې یو پنځه کلن پلان تصویب کړی دی، چې موخه یې د بزګرانو لپاره د بدیل عاید رامنځته کول او د خشخاش د کرنې کمول دي.
Nasir-Ahmad-Faiq
فایق د افغانستان په شمال کې د زلزله ځپلو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه
نصیر احمد فایق د افغانستان په شمال کې د زلزلې د قربانیانو سره همدردي څرګنده کړه او د ملګرو ملتونو، ګاونډیو هېوادونو او د مرستو رسوونکو بنسټونو څخه یې د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه.
وزارتامورخارجههندکشورهندپرچمهندوزارتخارجههند
هند د افغانستان په شمال کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو لپاره بشري مرستې لېږي
هند اعلان کړی چې په بلخ او سمنګان کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو لپاره ۱۵ ټنه خوراکي او درملیزې مرستې لېږي.
IMG_6414-750x500-1
ایران د افغانستان په شمال کې د زلزله ځپلو کسانو سره همدردي وکړه
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د افغانستان په شمال کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو سره همدردي څرګنده کړه او اعلان یې وکړ چې ایران د ژغورنې او بیړنیو مرستو په جریان کې د هر ډول مرسته کولو لپاره چمتو دی.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
پاکستاني چارواکي د طالبانو سره د خبرو د بیا پيل لپاره د تيارۍ خبر ورکوي
که څه هم د دواړو لورو وروستیو لفظي نښتو او ګواښونو د پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې اسلام‌آباد د طالبانو سره د خبرو د دوام لپاره په ترکیه کې چمتووالی لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.