د معمار پرس د خبر له مخې: طالبانو یو ځل بیا د یوه نوي حکم په صادرولو سره د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. د دغه حکم له مخې په هرات ولایت کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې نه یوازې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، بلکې په خصوصي ښوونځیو کې هم ګډون نه شي کولای. دا نوى محدوديت په داسې حال کې لګول کېږي، چې طالبانو پخوا په پوهنتونونو او تعليمي ادارو کې د نجونو پر زده کړو بنديز لګولى و. د طالبانو دغه پرېکړه په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو او جدي اندېښنو سره مخ شوې ده.

- 52
- کې خپور شو 2:53 ب.ظ
- د خبر شمیره 114396
- December 25, 2024
- کې خپور شو 2:53 ب.ظ
- د خبر شمیره 114396
- December 25, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 15:12 - December 25, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114396
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



