په مزارشریف کې دیني عالمانو او قومي مخورو د افغانستان د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ یو شمېر دیني عالمانو او قومي مخورو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یو مراسم په ترڅ کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو او د هېواد په نظام کې د ټولو قومونو پر ونډې ټینګار وکړ.

په دې مراسمو کې يوه ديني عالم “مبلغي” وويل: ټول قومونه که پښتون، ازبک، تاجک، هزاره او يا نور توکمونه دي، بايد د خپل نفوس له مخې په دولت کې ونډه ولري.

یو تن قومي مشر “محمد یونس ایوبي” هم د افغانستان اقتصادي بحران ته اشاره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

دیني عالمان او قومي مخور په داسې حال کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي چې د طالبانو د موقت حکومت چارواکي وايي چې اوسنی حکومت ټول شموله دی او ټول قومونه په کې شتون لري.

له بلې خوا د سیمې او نړۍ هېوادونه د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول د طالبانو له موقت حکومت سره د اړیکو د عادي کولو له اساسي شرطونو څخه ګڼي.

بیشتر بخوانید:  افغان کرکټ لوبډله نن له زیمبابوې سره وروستۍ شل‌اوریزه لوبه کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x