د معمار پرس د خبر له مخې؛ راتلونکې میاشت امریکا ته د عراق د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په ترڅ کې هغه او د هغه امریکايي سیال به د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو رسمي اعلان وکړي. په پام کې ده چې د امریکايي ایتلاف پوځي ځواکونه د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې له دغه هېواده ووځي. همداراز دغه ځواکونه به د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې له کردستان سیمې ووځي. په واشنګټن کې د عراقي پلاوي د غړي جواد البولاني په وینا، دواړه خواوې د یوې موافقې د پای ته رسولو په “وروستي پړاو” کې دي، په دې سره چې د دغو ځواکونو ماموریت پای ته نږدې شوی دی. د عراق حکومت ته نږدې سرچینو څرګنده کړې چې بغداد او واشنګټن موافقه کړې چې د ایتلافي ماموریت د یوې برخې په توګه په عراق کې د میشتو امریکایي ځواکونو د یوې برخې ایستل پیل کړي.

- 46
- منتشر شده در 12:54 ب.ظ
- شماره خبر 10054
- August 13, 2024
- منتشر شده در 12:54 ب.ظ
- شماره خبر 10054
- August 13, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط

اروپايي اتحادیه: له طالبانو سره خبرې اړینې دي
13 minutes پیش



په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، جمعه، قوس۷
47 minutes پیش
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments