د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې په سرپل ولایت کې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د ۱۱۴ دایمي سرپناهونو د جوړولو کار پیل شوی دی. دا پروژه چې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، د روان کال تر پایه به بشپړه شي. د دغې پروژې د پرانستلو په مراسمو کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه او د هر سرپناه د جوړولو لګښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ اعلان کړ. د سرپل د والي مرستيال محمد نادر حقجو هم د بېځايه شويو بېړنيو اړتياوو ته اشاره وکړه او له دغو کسانو سره يې د بشري مرستو د زياتوالي غوښتنه وکړه.

- 37
- منتشر شده در 2:33 ب.ظ
- شماره خبر 104516
- October 14, 2024
- منتشر شده در 2:33 ب.ظ
- شماره خبر 104516
- October 14, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:33 - October 14, 2024
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104516
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط

د پاکستان له لوري د افغان مهاجرینو پر وړاندې د سخت دریځه سیاستونو شدت
15:07 - December 11, 2025

طالبان: د محصلینو اسلامي ذهنیت جوړول د پوهنتون د استادانو مسؤلیت دی
13:34 - December 11, 2025

هند: نوې ډهلی تل د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړی پاتې سوی
13:30 - December 11, 2025

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان په شخړو کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل سوی او ۴۵۳ ټپیان سول
13:24 - December 11, 2025