په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو طرحه وارزول شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء

د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو د اړتیا او د هېواد په کچه د روغتیايي وضعیت د ښه والي، د تجربه لرونکیو مختصصینو د استخدام، په متوازن ډول د هېواد ټولو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې د موجوده ستونزو په اړه هراړخیر معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په دې ناسته کې د روغتیایي مرکزونو د اصلاحاتو، د جمهوریت روغتون د ریفورم، د زرقي محلولونو او ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو طرحې وارزول شوې او د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د زرقي محلولونو له اړخه د هېواد پر ځان بسیا کولو، درملو ته د خلکو د لاسرسي ډاډ او د روغتیایي پرسونل پر ظرفیت لوړولو ټینګار وشو.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په روغتیایي مرکزونو کې د متخصصینو د جذب، د ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو، د مسوولو ډلو د رامنځته کولو او د جمهوریت دولتي روغتون معیاري کولو د طرحې برابرولو په اړه ډاډمنې پرېکړې وکړې.

بیشتر بخوانید:  ۱۸نیوز راپور: د طالبانو رهبری شورا د ملاهبت الله د ګوښه کولو په اړه څیړنه کوی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x