د معمار پرس د خبر له مخې؛ د باوري سرچینو په وینا، د قطر حکومت چمتو دی چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه د افغانستان د راتلونکي په اړه یوه مهمه او پرېکنده غونډه وکړي. دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې نړیواله ټولنه لاهم هڅه کوي چې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو لپاره لاره ومومي. ځینې راپورونه ښيي چې متحده ایالات هم کنفرانس ته د خپل استازي د لیږلو په اړه فکر کوي، خو تر اوسه کومه قطعي پریکړه نه ده شوې. په دې غونډه کې د واشنګټن ګډون کولای شي د طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره مهمې پایلې ولري.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=118951
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 118951
منتشر شده در 12:17 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email